دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ښځو د حقونو په ساتلو کې د ترکیې ناکامي
بسم الله الرحمن الرحيم
د ښځو د حقونو په ساتلو کې د ترکیې ناکامي

خبر:

لسګونو ښځو د شنبې پر ورځ د استانبول په ښار کې د ښځو پر وړاندې د زیاتیدونکې تاوتریخوالي له امله لاریون وکړ او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې یې د حکومت ناکامي په سختو ټکو وغندله.

دغه ښځې د اسیايي استانبول په کډیکوای ښار کې را ټولې شوې وې او د هغو ښځو یادونه یې کوله، چې په دې نږدې وخت کې په هېواد کې وژل شوې دي. دوی د ایمین بولوټ یادونه کوله، چې د اګېسټ په میاشت کې خپل پخواني خاوند وژلې وه.

هغوی چيغې وهلې «د ښځو وژل بس کړئ!»، «د سړیو تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدئ!»، «تاوتریخوالي ته ګورئ مه، بند یې کړئ!» ( سرچینه AFP، استانبول، د ۲۰۱۹م کال د سپټیمبر ۲۹مه)

تبصره:

سره له دې چې په  ۲۰۱۲م کال کې د کورنۍ د حقونو او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون تصویب شو او تر څنګ یې په  ۲۰۱۱ م کال کې د کورني تاوتریخوالي د ختمولو لپاره اروپایي شورا کنوانسیون تصویب کړ؛ خو په ترکیه کې هر کال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او وژنه زیاتېږي.

حریت خبري ورځپاڼه د ۲۰۱۹م کال په مې میاشت کې خبر ورکړ: «د انقرې د سیمه ییزې عدلي محکمې رییس وایي: د ترکیې محکمو په تېرو ۲۷ میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي ۸۵۶،۰۲۰  قضیې ثبت کړې دي.»

سیده زینب د ترکیې په پارلمان کې د نر او ښځو لپاره د مساوي فرصتونو کمیټې ته وویل: «په ترکیه کې ۳۹ سلنه ښځې د خپل ژوند په لړ کې له تاوتریخوالی سره مخ دي او د کورني تاوتریخوالي ۸۲ سلنه قربانیانې ښځې دي.»

دا احصایې د دولتي سرچینو په پرتله له ملکي سازمانونو سره ډېرې دي. ډېری ښځې پر حکومت نیوکه کوي، چې دولت په ټولنه او کورنۍ کې د ښځو رول د تاوتریخوالي د ډېرېدو لامل ګڼي.

ترکیه مسلمان مېشته ټولنه ده او د اسلامي او غربي مفکورو د ګډ فرهنګ د پلي کولو هڅه کوي. دا له اسلام څخه د لرېوالي لامل کېږي او د تاوتریخوالي له امله کورنی ژوند له منځه وړي. د ښځو د تاوتریخوالي پر وړاندې غبرګون د ښځو د لاریونونو لامل ګرځېدلی. دا به ډېره خطرناکه وي، چې د اوسني نظام له ناکامیو څخه سترګې پټې شي. نو د دغو جنایتونو مخه باید ونیول شي او د ښځو د ساتنې په برخه کې د حکومت ناکامي باید ورټل شي.

کله چې د ښځو پر وړاندې ډېرېدونکي جنایتونه وینو، نو د دغه نظام د اساس د څېړلو فرصت او وړتیا لرو، ترڅو ښکاره کړو چې د ټولنې د ستونزو لپاره کوم بدیل غوره دی. دا چې ترکیه یو مسلمان مېشت هېواد دی او دغه جنایتونه تر ډېره نران کوي؛ نو موږ باید پوه شو چې اسلام څه ډول دغه ستونزې حلوي او دا هم باید په ډاګه شي چې اسلام د ستونزو لامل نه دی.

د فرد او قانون تر منځ هغه وخت سمون راځي، چې افراد د خپل ژوند په موخه کې ریښتیني وي او د الله سبحانه وتعالی عبادت وکړي. که چېرې تقوا د خلکو د اعمالو تنظیموونکې وي او ټولنه یو اساس ولري، نو د خلکو تر منځ اړیکې به ډېرې پیاوړې وي. دا به د نرانو او ښځو مسولیتونه په ښه توګه څرګند کړي او د غربي فرهنګ سیوری به پرې غوړېدلی نه وي. یو باتقوا کس خپلو اعمالو ته دوام ورکولی، پرته له دې چې کومه مفکوره یې کړنې وګواښي.

تعلیم و تربیه یا فرهنګ چې زموږ د ژوند ټولې کړنې تر پوښښ لاندې راولي، باید د داسې خلکو د روزلو لپاره وکارول شي، چې د خپلو اعمالو پر وړاندې مسوولیت ومني. کله چې یو کس ګناه کوي، هغه ته باید د اسلام پر اساس جزا ورکړل شي، نه د خلکو د غوښتنې او تعصب پر اساس؛ ځکه همدا کار عدالت راولي. قوانین باید د الله سبحانه وتعالی د امر پر اساس پلي شي، نه د خلکو د غوښتنو پر بنسټ؛ په دې توګه به قانون د تجاوزکونکو لپاره ډار وي، نه چاپلوسي.

له اسلام څخه وړاندې ښځو هر ډول کړاونه تېرول، چې اوږد تاریخ لري. کله چې اسلام د یو نظام په توګه پلی شو، دا ډول رواجونو او ظلمونه ته یې د پای ټکی کېښود، چې تر نن ورځې پورې د اسلام له برکته د ښځې مقام او منزلت ډېر لوړ شوی دی.

د اسلامي نظام په پلي کولو کې د ښځو حالت ټولو ته په ډاګه دی. موخه دا نه وه، چې له نرانو سره یې برابرې کړي یا نران کمزوري کړي؛ بلکې موخه دا وه چې د جنسیت تر منځ عدالت راولي. ابن عباس رحمه الله له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِأَهْلِهِ، وَأَنَا خَيْرُكُمْ لِأَهْلِي»

)ابن ماجه)

ژباړه: په تاسو کې تر ټولو غوره هغه کس دی چې له خپل اهل سره ښېګڼه کوي او زه خپل اهل ته له تاسو ټولو څخه غوره یم.

دا د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې د ترکيې د حکومت یوه لویه ناکامي ده. د دغې ناکامۍ علت دا نه دی، چې معاصر قوانین نه پلي کېږي، بلکې علت یې دا دی چې د نبوت په تګلاره د خلافت تر سیوري لاندې اسلامي قوانین نه پلي کوي. دا چې موږ د دغې حللارې په لټه کې یو، نو پوښتو: ایا اسلام د ښځو پر وړاندې څه وخت د دا ډول ستر جنایت لامل شوی؟ ایا په هغو ټولنو کې چې غربي مفکورې پلي کیږي، د ښځو پر وړاندې جنایت لا تر اوسه شته؟

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

د نازیه رحمان له خوا

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې